اسلام آباد ۔ 18 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د صنعت او پېداوار ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعي توګه 46 کروړه 86 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړي دي۔ حكومت ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د 2 اربه 34 کروړه روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې حكومت بوستان انډسټریل سټېټ فېز I له 7 کروړه 21 لكه، سوات كښې فروټ ډی هائیډریشن پلانټ جوړولو له 2 کروړه 58 لكه، نېشنل بزنس ډوېلپمنټ پروګرام له 13 کروړه 43 لكه، پراډکټ ډوېلپمنټ سنټر سیالکوټ له 7 کروړه او ملتان كښې اېس اېم ای بزنس سنټر له 59 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي